ګوتمۍ
عبدالغفور لیوال
Jul 13
1 min read
Updated: Jul 16

د وطن ګوتمۍ ده تشه
یو د عشق شین غمی غواړي
زړونه ټول کنګل وهلي
د موسکا پسرلی غواړي
خلکو! پاڅئ، هله ووځئ
پریښته یې در نه یووړه
تور کوډګر د کرکې راغی
عاطفه یې در نه یووړه
وریدلې ګولۍ ډیرې
د وطن پر شاړو ځمکو
شنه غنم به پرې زرغون شي
د کوشنیانو له ترپکو
هلئ غږ کړئ! ښکلیو خلکو:
«اکو بکو، سرسیندکو!»




Comments