باز او کارغه
- شفیع اتل
- Jul 14
- 1 min read
Updated: Jul 16

یوه ورځ یو باز په چټکۍ له آسمانه راښکته شو، یو کوچنی وری یې په خپلو پنجو کې ونیو او خپلې ځالې ته یې یووړ.
یو کارغه چې هلته په ډیران کې ګرځیده، دا هر څه ولیدل. هغه له ځانه سره وویل:«که باز دا کار کولای شي، نو زه یې هم کولای شم!»
کارغه ځان ډېر قوي ګاڼه. نو په چټکۍ سره والوت او د یوه غټ پسه پر شا کښېناست. هغه غوښتل پسه پورته کړي او له ځان سره یې یوسي.
خو د کارغه پنجې د پسه په وړیو کې بندې شوې. هر څومره چې یې هڅه وکړه، ځان یې خلاص نه کړای شو. پسه دومره لوی او دروند و چې آن دا یې هم نه احساسوله چې کارغه ورباندې ناست دی.
یو شپون چې د خپلې رمې په څر بوخت و، دا حالت ولید. ورغی، کارغه یې ونیو او وزرونه یې ورلنډ کړل. بیا یې ماښام خپلو ماشومانو ته یووړ.
ماشومانو په خندا وویل:
«پلاره! دا کومه مرغۍ ده؟»
شپون ورته وویل:
«دا کارغه دی. خو که په خپله ده نه پوښتنه وکړئ، نو وبه وایي چې زه باز یم!»
درس:
تل باید خپل ځواک او وړتیا په سمه توګه وپېژنو. یوازې د نورو په لیدو باید داسې کار ونه کړو چې زموږ له وسه پورته وي. غرور او ځان لوی ګڼل انسان له ستونزو سره مخ کوي.



Comments