لنډۍ
Jul 15
1 min read
Updated: Jul 16

مور مې نانځكې ته غوسه ده
زه یې په پټه په تخرګ كې ګرځومه
بنګړي مې تور او سره، زرغون دي
زه مې بیرغ د وطن لاس كې ګرځومه
زه مې مور جانې ته ډېر ګران یم
راته لګیا ده ښكلې غاړه رغوینه
كمكى لالا مې راته ګران دى
چې څه شى واخلي راسره یې نیموینه
مور مې په دواړو مخو ښكل كړم
ما الف بې له ښوونځي زده كړي دینه




Comments