د واورې یوې دانې کیسه

واوره وریدله او ما د کړکۍ نه د باندې چاپیریال، ننداره کوله. د واورو دانې په ګډا او نڅا راتللې او شاوخوا پریوتلې: پر تناب، ونو، بلۍ، او هر څه باندې، که ښه وو او که بد. د واورې یوه دانه کړکۍ ته رانږدې کیده. لاس مې له کړکۍ وغځوو او د واورې لویې دانې ته مې ونیو. واوره نرمه پر ورغوي مې راپرېوته. څومره سپینه، څومره سوچه، څومره سپنتا وه! بڼه یې ښکلې او څنډې یې عجیبه په ترتیب وې. زړه کې مې وګرځیدل چې کاشکې د واورې دانې ژبه درلودلی او د خپل ژوند کیسه یې راته بیان کړې وی!
هممدا و چې واورې په ورو غږ پورته کړو او ویې ویل: که غواړې چې زما له کیسې نه خبر شې نو غوږ شه چې خپله کیسه در ته تېره کړم: یوازې څو میاشتې مخکې زه د اوبو څاڅکی وم. سمندرګي کې وم. په ملیاردو ملیاردو څاڅکو سره ښکته پورته کېدم او شپه به مې ورځ او ورځ به مې شپه کوله.
د وړي ورځ وه او په سمندرګي کې روانه وم. تاوده غارمه لګیدل. زه ګرمه شوم او بخار شوم. زرهاو نور څاڅکي هم بخار شوې. د بڼکې په شان سپکې شو او پورته روان شو. باد لیګده او موږ یې په هوا کې ګډولو. دومره پورته ولاړو چې نور مو خلک نه لیدل. بخار به ډله ډله موږ سره نښلېدل. کله به داسې هم وشول چې موږ به د بخار لویو ډلو سره یو ځای کیدلو، او نور به هم راغونډیدلو او یو بل سره به موږیدلو. ډله ډله به پورته روان وو. له سترګو به پناه کیدلو. ډله به مو غټیدله او لاپسې په یو بل کې به رانغښتلو. کله به مو د لمر مخ پټولو او کله به مو د سپوږمۍ او ستورو مخ پټولو او شپه به مو لا نوره هم تورتم کوله.
د بخار ځینو ذرو به ویل چې موږ وریځ شوې وو، باد به راباندې لګیدو او موږ به ډول ډول ناآشنا بڼې او شکلې موندلې. زه په خپله هم چې په سمندرګي کې ومه، وریځې به را ته کله د اوښ په شکله کې معلومیدلې، کله د انسان او کله د څه او څه په شکله کې.
نه پوهیږم چې څو میاشتې بره په آسمان کې سرګردانه ګرځیدلو. هوا سړه شوې وه. دومره یو بل سره راغونج شوي وو چې لاس او پښې مو نشوې غځولي. جوخت به روان وو. نه پوهیدلو چې په کوم لور روان یو. خپل چارچاپېر مې هم نشو لیدلی. لمر خو بیخي ورک و. داسې بریښیده لکه موږ چې په خپله د لمر مخه نیولي وي. ډیره لویه ډله وو، څو سوه کیلومټره مو واټن و او څو سوه کیلومټره مو سور و. زړه مو غوښتل چې ووریږو او ځمکې ته راستانه شو.
ځمکې ته داسې خوشحاله وو چې جامو کې نه ځاییدو. لږه موده تیره شوه. موږ ټول نیمایي اوبه وو او نیمایي بخار. ورو ورو باران کیدلو. یو ناڅاپه هوا داسې سړه شوه چې موږ ټول ولړزیدو. شاوخوا ته مې نظر واچاوه. یو تن نه مې پوښتنه وکړه چې خبره څه ده. راته یې وویل چې هغه ځای کې چې موږ یو، لاندې ځمکه کې ژمی دی؛ خو کیدای شي نورو ځایونو کې هوا ګرمه وي؛ دا سړه هوا موږ نه پریږدی چې باران شو. وګوره! دا دې زه سوکه سوکه واوره کیږم. ته هم سوکه سوکه واوره کیږې. ملګرې مې نوره نشوه غږیدلی. واوره شوه او د ځمکې په لور ښکته رهي شوه. هغې پسې زه او په زرها نورې ذرې هم وار په وار واوره شولو او پر ځمکې راووریدلو.
کله چې په سمندرګي کې وم درنه وم خو اوس سپکه شوې وم، د بڼکې په شان الوتمه. نور په یخنۍ هم نه پوهیدم. یخني مو د بدن برخه وه. په ګډا او نڅا ښکته راروان وو.
کله چې ځمکې ته رانږدې شوم، ګورم چې پر ښار راپریوځم. له سمندرګي نه ډیره لرې شوې وم.
له هسکه مې لېدل چې یو ماشوم لګیا دی بې زبانه سپی په سوباړي وهي او سپی کوکاري کوي. پوه شوم چې که همداسې روانه اوسم نو د همدغې ماشوم پر سر پرېوځم. باد ته مې سوال وکړ چې ما وژغوري او بل لور ته مې یوسي. باد مې سوال قبول کړو. زه یې له هغه ځایه راپورته کړم او رایې وستلم دلته. چې مې ولیدل تا خپل لاس ما ته نیولی دی، نو ته مې خوښ شوې او...
همدې شیبه کې د واورې دانه غلې شوه. ومې لیدل چې واوره زما په ورغوي کې ویلې شوې ده.
تاسې څه فکر کوئ:
د واورې هره دانه څو ګوټه لري؟
آیا د واورې د هرې دانې رنګ په رښتیا سپین وي؟
آیا د واورو دانې یو بل ته ورته دي که د واورې هره دانه خپله ځانګړې بڼه او شکله لري؟



Comments