کوچۍ
- اناهیتا روهي
- Jul 2
- 4 min read
Updated: Jul 16

سپيدې سپين کاغذ په ﻻس کې نيولی و. سترګې يې له ژړا نه سرې اوښتې وې. نيکه يې همدا ويل: خير دی بچی مه ژاړه! هغه به بيا راشي. تاسو به بيا لوبې سره وکړئ. سپيدې يوه يوه سلګۍ وهله او په ژړغوني غږ يې ويل: هغې ماته ويلي وو چې زموږ ځای نه وي مالوم. زه پوهيږم چې هغوی بيا دلته نه راځي !
***
د سپرلي موسم و. ټول ځايونه شنه او ښکلې مالوميدل. د سپيدې دوی کور د غره لمنې ته نږدې و. دا وخت به ډير کوچيان دلته راتلل او کيږدۍ به يې وهلې .
د دوی کور ډير لوی نه و، خو يو ښکلی او شين انګړ يې درلودو. په انګړ کې ډيرې ونې او ډير بوټي وو. نيکهجان به ټوله ورځ د ګلانو او بوټيو په پالنه بوخت و. سپيده به هم د ونې ﻻندې ناسته وه او يو يو ټکی سبق به يې له نيکه څخه زده کولو.
يوه ورځ د حويلۍ دروازه خلاصه پاتې وه. ناڅاپه د کوچيانو د وزو يوه رمه کورته را ننوته. وزې وار له واره د ونو او بوټيو په خوړلو بوختې شوې .
د رمې تر شا يوه نجلۍ کورته را ننوته. اوږده لکړه يې په ﻻس کې وه. د اررررررررې غږ يې وکړ. په لکړه يې د وزو په وهلو پیل وکړ، خو وزې يې همداسې د ونو په پاڼو لګيا وې .
نيکه جان چې وزې د ګلانو او بوټيو په منځ کې وليدې، له غصې يې په نجلۍ ورچيغه کړه او خپله په لوڅو پښو د انګړ خوا ته په منډه شو.
په څو شيبو کې يې ټولې وزې له انګړه وباسلې. نجلۍ ته يې په وچه ژبه وويل، چې بل ځل دې وزې دلته ووينم، بيا به زه او ته سره غږيږو!
سپيده تر ځنډه په کړکۍ کې وﻻړه وه او د کوچۍ په هکله يې فکر کولو. ورو غوندې يې له نيکه څخه پوښتنه وکړه :
بابا! دا نجلۍ هر وخت په لکړه وزې وهي؟
بابا يې په خندا کې وويل: نه بچی، هر وخت يې نه وهي، کله کله .
دوی دا وزې ولې په کور کې نه بندوي؟
بابا بيا په پسته ژبه ورته وويل :دوی خو کوچيان دي. کوچيان کورونه نه لري. دوی خو هر وخت له يو ځای څخه بل ځای ته کډه کيږي او هر ځای چې ښه شين وي هلته وزې او نورې رمې پيولو ته پريږدي .
سپيده تر لږ ځنډ وروسته بيا په خبرو شوه. نو دوی ښوونځی څنګه کوي؟
بابا بيا وويل: بچی! دوی کوچيان دي، کوچيان ښوونځيو ته نه ځي
څوورځې وروسته سپيده د خپل نيکه سره د ګرځيدو لپاره بهر وتلې وه. دوی دواړه د کوچيانو د کيږديو خوا ته ور روان وو. ګڼې کيږدۍ، رمې او ډير ماشومان يې وليدل چې ټول په خاورو او دوړو لړلي وو. سپيدې له ورايه په هماغه نجلۍ سترګې ولګيدې چې د دوی کور ته يې د وزو رمه راغلې وه .نجلی سره په ﻻس کې اوږده لکړه وه او وزې يې د غره په لمن کې څريدلې .
سپيده د نجلۍ خوا ته ورغله. په ځير ځير يې نجلۍ له نظره تيره کړه. ويښتان يې په منځ بيل کړي وو. د ويښتانو دواړه خواوته يې رنګه رنګه سيخکونه ټومبلي وو .ﻻسونه او مخ يې لمر وهلي او چاود چاود مالوميدل. په ﻻسونو کې يې دوه غټ غټ پلاستيکي بنګړي وو. کالي يې هم بل ډول اغوستي وو.
سپيدې نجلۍ ته سلام ورکړ او څنګ ته يې کيناستله. غلې شانته يې وويل: ته هره ورځ دلته راځې؟
- هو کله زه راځم، کله مې ورور.
تا نه مشر دی؟
- هو. زموږ خوا ته نږدې داسې څوک نشته چې زه ورسره لوبې وکړم. دا نور ټول غټان دي. ټول ښوونځيو ته ځي
ـ ته نه ځې ؟
ځم کال ته، اوس دلته نږدې ښوونځی نشته. خو بابا مې راسره په کور کې سبق وايي.
ـ بابا دې څوک دی؟ هغه سپين ږيری چې هغه ورځ يې په ما منت وکړو؟
هو. هغه ډير ښه دی، ستا وزو خو ټول ګلان مات کړل ځکه په غصه و.
څه نوميږې؟
- کوثره! اې تا نوم څه دی؟
سپيده !
***
سپيده به هره ورځ خپل نيکه سره د غرو لمنې ته تله. کوثرې به هم خپلې وزې راوستې. دوی دواړه به تر مازيګر ناوخته پورې په لوبو بوختې وې .
کوثره به هره ورځ د سپيدې دوی کور ته د ونو او بوټيو په پاڼو پسې راتلله. دواړه به د توت د ونې ﻻندې ناستې وې او بابا به دواړو ته سبق ورښودلو. کوثره ډيره تکړه وه اوهره ورځ به يې نوی نوی ټکی زده کاوه.
اوس نو منی راروان و. د ونو پاڼې مخ په خلاصيدو وې، هوا ورو ورو سړيدله. کوثرې، سپيدې ته وويل :موږ له دغه ځايه ځو. دا چې بيا دلته څه وخت راځو، نه پوهيږم. زما سبق خو پاتې کيږي. موږ خو کوچيان يو. ستاسو په شان په يو ځای کې نه اوسو، زموږ خلک ښوونځي ته هم نه ځي !
سبا سهار چې سپيده له خوبه راويښه شوه، نيکه يې ورته وويل: سهار وختي کوثره راغلې وه، ته ويده وې. کوثرې ستا لپاره ليک ليکلی دی. ته راشه دا ولوله، زه دې وګورم، چې ته يې لوستلی شې؟
سپيدې کاغذ راواخيستو ټوله پاڼه سپينه وه. يوازې د پاڼې په منځ کې ليکل شوي وو:
کوثره، ستا کوچۍ ملګرې!!!



Comments