د مجلې مدیر سلام او روغبړ
- کاروان کودک
- Jul 13
- 2 min read
Updated: Jul 16

سلام هغو نجونو او هلکانو ته چې له ډېرو هڅو وروسته مو لوستل زده کړي، او اوس د خپل وطن په کوم کلي یا ښار کې یا ښايي د نړۍ په کوم لرې ګوټ کې، دا مجله لولئ. سلام تاسو ته هم چې د زده کړو فرصت مو نه دی موندلی او اوس زموږ خبرې د کوم لوستي ملګري له خولې اورئ.
موږ څو تنو چې دا مجله جوړه کړې ده، د خپل کار په اړه په څو دلیلونو خوشاله او ډاډه یو. لومړی دا چې موږ هم کلونه مخکې ماشومان او تنکي ځوانان وو. دویم دا چې د راتلونکي افغانستان یو شمېر هلکان او نجونې، چې اوس لا ماشومان او تنکي ځوانان دي، زموږ ملاتړ کوي او د «ماشومانو کاروان» لپاره مقالې، انځورونه او عکسونه رالېږي. درېیم دا چې موږ ډاډه یو چې تاسو د دې مجلې په لوستلو سره زموږ ملاتړ کوئ. له تاسو څخه به ځینې کسان وروسته زموږ برېښنالیک او واټساپ شمېرې ته خپلې مقالې، کیسې، شعرونه، حکایتونه، ژوندلیکونه او انځورونه راولېږي؛ او ځینې به مو د مجلې د لا ښه کېدو لپاره خپل نظرونه او وړاندیزونه هم راواستوي.
په همدې باور او ډاډ مو د مجلې نوم «د ماشومانو کاروان» ایښی دی. کاروان، لکه څنګه چې یې له نومه ښکاري، حرکت لري او د دې کاروان موخه د افغانستان د نجونو او هلکانو زده کړه او روزنه ده. کاروان یوازې په یوه یا دوو کسانو نه جوړېږي؛ ډېر ملګري او همسفران غواړي، لکه موږ او تاسو.
په دې کاروان کې به موږ له یو بل سره ډېرې کیسې، شعرونه، ترانې، معلومات، ساتېرۍ، عکسونه او انځورونه شریکوو. د دې مطالبو ډېره برخه به ستاسو له خوا وي، ځکه تاسو ساده، روښانه او نېغې خبرې خوښوئ. یو څه مطالب به هغو ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته هم ځانګړي وي چې عمرونه یې لږ زیات شوي دي؛ هماغو ته چې د اوږدو لیکنو، سختو کلیمو او پېچلو کیسو لوستلو شوق ور پیدا شوی وي. ځینې مطالب به د هغو کسانو لپاره هم ولرو چې یو وخت ماشومان وو، خو اوس د وزې د کیسو اورېدو، د ګلونو د انځورونو لیدلو او د ونو د عکسونو کتلو حوصله نه لري، او فکرونه یې د سودا اخیستلو، د پیسو حسابولو او تودو خبرونو سره بوخت وي. نو که په دې مجله کې مو داسې څه ولیدل چې ستاسو د عمر مناسب نه وو، مه حیرانېږئ.
اوس مهال همدومره بس دي. ورو ورو به له یو بل سره لا ښه بلد شو. موږ ستاسو د لیکنو، انځورونو، عکسونو او لیکونو په تمه یو.



Comments