top of page

سریزه (۲)

Writer: کاروان کودک
کاروان کودک
2 days ago
2 min read

د مجلې مدیر سلام او روغبړ


د ماشومانو کاروان مجلې ملګرو، څنګه یاست؟ د لومړۍ ګڼې په هکله څه نظر لرئ؟


تر کومه چې موږ خبر یو، ستاسو له ځینو څخه مو د ملاتړ او مبارکۍ ډېر پیغامونه ترلاسه کړي دي. په افغانستان کې څو ذوق لرونکو ښوونکو د ماشومانو کاروان مجله په خپل نوښت چاپ او د خپلو زده‌کوونکو ترمنځ وېشلې ده. یوې بهرنۍ وېب‌پاڼې د خپلو مطالبو د ژباړې حق د ماشومانو کاروان ته ډالۍ کړی دی. څو بنسټونو د ماشومانو کاروان مجله په خپلو پاڼو کې بیا خپره کړې ده او د ښوونې او روزنې یو شمېر مینه‌والو دا مجله د واټس‌اپ او برېښنالیک له لارې نورو ته رسولې ده.


البته، ټول د هرکلي او بریا خبرونه نه وو. موږ ونکړای شول مجله چاپ او تر تاسو یې درورسوو. ځینې دوستانو ژمنه کړې وه چې د مجلې د چاپ لګښت ورکړي، خو وخت تېر شو او د مجلې چاپ پاتې شو.


خوښ یو چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ستاسو ځینې ملګري برښنا او کمپیوټر ته لاسرسی لري او مجله په ډیجیټلي بڼه لوستلی شي. خو د کاغذ بوی، د پاڼو اړولو غږ، او د کتابونو په المارۍ یا د ښوونځي په بکس کې د یوې رنګینې مجلې شتون بیا بېل خوند لري. کله چې د برښنا نشتوالي او انټرنېټ او کمپیوټر ته د لاسرسي محدودیتونه هم په پام کې ونیسو، د کاغذي نسخې د چاپ ارزښت څو برابره کېږي. موږ ستاسو په استازیتوب هڅه کوو چې د مجلې د چاپ لپاره هم یوه لاره پیدا کړو.


خپل انځورونه، مقالې او یادښتونه د ماشومانو کاروان مجلې برېښنالیک او واټس‌اپ ته راولېږئ. ځینې به یې په مجله او پاتې نور به یې په وېب‌پاڼه کې خپاره کړو. رښتیا، یوه بله خبره! د مجلې وېب‌پاڼه مه هېروئ. ورشئ او لینک یې خپلو ملګرو ته ولېږئ.

موږ د ښوونکو، ماشومانو، میندو پلرونو او د ښوونې او روزنې برخې د متخصصانو په داوطلبانه کار او همکارۍ ډاډه یو. که مجله ستاسو ملاتړ ولري، دا کاروان به تم نشي.


هیله لرو بریالي او هڅاند اوسئ، او د هرې ورځې په تېرېدو لوی، پیاوړي او پوه شئ.

 
 
 

Comments


bottom of page