top of page

لېوه او وری

  • شفیع‌ اتل
  • Jul 12
  • 1 min read

Updated: Jul 16


یوه ورځ سهار وختي، یو کوچنی وری د یوې پاکې ویالې پر غاړه ولاړ و او اوبه یې څښلې.


په همدې وخت کې یو وږی لېوه د ویالې له پورته خوا راغی. هغه وری ولید او غوښتل یې چې ویې خوري. خو د دې لپاره چې خپل بد کار ته پلمه پیدا کړي، په قهرجن غږ یې وویل:


«ته ولې زما اوبه ککړوې؟ اوس به دې سزا درکړم!»


وري په نرم غږ وویل:


«لېوه صاحبه! زه څنګه ستا اوبه ککړولای شم؟ ته د ویالې پورته خوا ته ولاړ یې او زه ښکته خوا ته. اوبه خو ستا له خوا زما لوري ته راځي.»


خو لېوه دومره وږی و چې نه یې غوښتل د حق خبره واوري. هغه وویل:


«ما اوریدلي چې پروسږکال تا زما په اړه دروغ ویلي او بدې خبرې دې کړې وې»!


وری حیران شو او ویې ویل:


«زه خو پروسږکال لا نه وم زېږېدلی!»


لېوه بیا وویل:


«که ته نه وې، نو حتماً به ستا ورور و!»


وري وویل:


«زه هېڅ ورور نه لرم.»


لېوه په غوسه وویل:


«نو ستا د کورنۍ بل څوک به و! هر څوک چې و، زه نورې خبرې نه اورم.»


بیا لېوه پر بېچاره وري برید وکړ او هغه یې له ستوني ونیو او ځان سره یې یووړ.


درس:

ظالم خلک کله ناکله د خپلو بدو کارونو لپاره بېلابېلې پلمې جوړوي. همدارنګه، ځینې کسان د حق او منطق خبرو ته غوږ نه نیسي، که هر څومره رښتیا ورته وویل شي.

 
 
 

Comments


bottom of page